ملګري ملتونه اندېښنه ښيي که ډونالډټرمپ بشري مرستي کمي کړي، پر افغانستان به يې هم اغېز وي

ملګروملتونو اندېښنه څرګنده کړې ده چي، ښایي د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډټرمپ پر ملګروملتونو بشري مرستي کمي کړي چي دا به د نورو بې‌وزله هیوادو ترڅنګ پر افغانستان هم بې‌اغېزې نه‌وي.

دا اندېښنه په‌داسي وخت کي څرګنده سوې ده چي د افغانستان د بیارغوني لپاره د متحدایالتونو د سرمفتش ادارې (سیګار) په یوه راپور کي ویلي دي، سږکال هم امریکا د افغانستان لپاره اته سوه پنځه اتیا میلیونه ډالر ځانګړي کړي دي چي، دا پيسې به د کال تر اخره پر بشري برخه ولګول سي.

د متحدایالتونو هغه مرستي چي وار له‌مخه یې ژمني سوي دي ممکن افغانانو ته ورکړل سي، خو ملګري‌ ملتونه له‌دې امله اندېښنه لري چي ټرمپ د ولسمشرۍ په تېره دوره کي د ملګروملتونو د سازمان منتقد وو او خبرداری یې ورکړی وو چي، ممکن د روغتیا له نړیوال سازمان، د ملګروملتونو د بشري حقونو له شورا او د ملګروملتونو له کلتوري سازمان یونسکو څخه ووځي.

واشنګټن د ملګروملتونو د ځینو ادارو لکه د دغه سازمان د جمعیت د صندوق یو بنیادي ملاتړ کوونکی دی او که چیري پر دې صندوق د امریکا مرستي بندي سي، پر افغانستان باندي به هم بې‌اغېزې نه‌وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *