د کډوالو په چارو کي د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ څخه په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د ط..البانو له خوا د دوی پر کارکوونکو باندي د بنديز لګېدو له امله د پاکستان، ایران او نورو هیوادونو څخه د تازه راغلو افغان کډوالو مېرمني د ستونزو سره مخ کړي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دوی ښځينه کارکوونکو به د ښځینه افغان کډوالو ستونزي په نښه کولې او د هغه مطابق به ملګرو ملتونو ورته مرستي برابرولې، چي اوس دوی د افغان کډوالو مېرمنو د ستونزو څخه ناخبره دي او افغان مېرمني د مرستو څخه بې برخی سوي دي.
دغه سازمان د ط..البانو دغه پرېکړه غندلې ده او په خبره ئې د دغه بنديز دوام به افغان مېرمني د نور بحران او کړکېچ سره مخ کړي.
دغه ادارې د ط..البانو غوښتي چي دغه ښځينه کارکوونکو ته دي بېرته د کار اجازه ورکړي؛ تر څو د افغان کډوالو مېرمنو لاس نيوی او مرسته وکړي.