ملګري ملتونه: د هرات د زلزله ځپلو سره د ښوونځیو په بیارغونه او پاکو اوبو برخه کي مرسته کوو

د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق په هرات کي د زلزله ځپلو سره د ښوونځیو په بیارغونه او د دې ولایت خلکو ته د پاکو اوبو رسولو په برخو کي مرستي کوي.
دا خبري د پنجشنبې په ورځ د هرات والي نور احمد اسلام جار او په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د ملاتړ صندوق مشر ډاکتر تاج الدین ترمنځ سوي دي.
تېر کال په هرات کي پرله‌پسې زلزلو سلګونه کسان مړه او زرګونه نور يې بې کوره کړل.
دې زلزلې د کورونو سربېره ډېر شمېر ښوونځي هم ویجاړ کړي وه.