ملګري ملتونه وايي، میلیونونه افغانان خوراکي توکو ته لاسرسی تر ټولو جدي اړتیا بولي

د ملګرو ملتونو د یوه نوي راپور پایلي ښيي چي په افغانستان کي ډيری کسان د خوراکي توکو، کور او روغتیايي خدمتونو د تامينولو توان نه لري، له لوږي او خوارځواکۍ سره مخ دي.
دغه سازمان په افغانستان کي د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۳م کال د کلني راپور د پایلو په خپرولو سره زیاته کړې چي اوسمهال میلیونونه افغانان خوراکي توکو ته لاسرسی د دوی تر ټولو اړینه اړتیا بولي.
د ملګرو ملتونو د دغه راپور پر اساس سږ کال به په افغانستان کي نږدې ۱۶ میلیونه وګړي د خوړو د خوندیتوب له بېړنۍ کچي او ناورین سره مخامخ سي.
په دې راپور کي له ګاونډیو هیوادونو څخه د افغانانو د جبري ایستلو او طبیعي پېښو په ګډون ګڼو ستونزو ته په اشارې سره له افغانستان څخه د نړیوالو ملاتړ او د دوامداره ګډون پر اړتیا ټینګار سوی.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر یا اوچا بیا د مارچ میاشتي په راپور کي ویلي وه چي سږ کال به نږدې ۲۴ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا ولري چي تر نیمايي زیات یې نجوني او ښځي دي.