ملګرو ملتونو په خپل راپور کي ويلي، چي په افغانستان کي زلزلې ځپلي کسان بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.
دغه سازمان ويلي، چي په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله زيانمن سوي کسان ۱۷۹ ميليونه ډالره مرستو ته اړتيا لري.
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکی ایندریکا راتواته، په جنیوا کي ويلي د ژمي په راتګ سره به د هغو خلګو ژوند به نور هم سخت سي چي د کنړ په لېرو پرتو سيمو کي ئې کورونه نړېدلي دي.
هغه پر نړۍوال ږغ کړی، چي د افغانانو سر په دغه سخت حالتو کي خپلي مرستي جاري وساتي او د افغان زلزله ځپلو لاس نيوی وکړي.