د ریلیف انټرنیټي پاڼي د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) له قوله لیکلي چي دغه کمیشنرۍ په یاده موده کي د پاکستان څخه ستنو سویو ۵۸۸ زره کډوالو سره د ژوند حیاتي مرستي کړي دي.
په عین وخت کي د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) د افغانستان او د دغه هیواد د ګاونډیو ترمنځ د افغانانو د تګ راتګ د څارني په یو وروستي راپور کي چي روان کال د نومبر د میاشتي د لومړۍ اونۍ په اوږدو کي یې د افغانانو د تګ راتګ په اړه خپور کړی ویلي، چي په دغه اونۍ کي هم له افغانستان څخه د افغانانو د وتلو په پرتله دغه هیواد ته د هغوی د ستنیدلو کچه لوړه وه، چي د سرحدونو په اوږدو کي د تګ راتګ ۵۸ فیصده جوړوي.
ای او ام ویلي چي له ایران څخه د ستنو سویو د ۴۹ زرو او ۸۷۳ افغان کډوالو ۴۵ فیصدو یې په دغه هیواد کي د اوسیدني قانوني اسناد نه لرل.