ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کي د مېندو د مړيني کچه لوړه سوې

د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق یا (یو‌این‌ایف‌پي‌اې) وايي، روغتیايي پاملرني ته د ښځو د لاسرسي کمېدل په افغانستان کي د مېندو د مړیني او ناروغۍ کچه لوړوي.

دغه صندوق نن په بېلابېلو بیانونو کي دا هم ویلي چي، په دغه هیواد کي امېندواره مېرمني او نوي ماشوم زېږوونکي مېندي د روان کړکېچ له امله له زیاتو خطرونو او زیانونو سره مخ دي.

یو‌این‌ایف‌پي‌اې ویلي چي، دې بېړنیو حالاتو د زېږون او د امېندوارۍ پر مهال مېندو ته د معیاري خدمتونو، متخصصو روغتیاپالانو او نرسانو او د بېړنۍ پاملرني نه‌‌‌شتون د دې لامل سوی چي، دغه ښځي له فزیکي او رواني ستونزو سره مخامخ سي.

د ملګروملتونو د وګړو وجهي صندوق ویلي چي، دوی د روان کال له جنورۍ تر اکتوبر میاشت پوري په ټول افغانستان کي ۳.۵ میلیونو خلکو ته ژوند ژغورني خدمتونه وړاندي کړي.

د دې ادارې د بیان له‌‌مخي، دوی په‌‌‌دې موده کي یوازي په درې ولایتونو کي له ۶۷ زره زیاتو ښځو او نجونو ته د رواني ټولنیزي مشورې خدمتونه وړاندي سوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *