د ملګرو ملتونو د ښځينه برخي دفتر په افغانستان کي د ميندو د مړيني د زياتوالي په اړه خبرداری ورکړی دئ. دغه سازمان په نشر سوي خبرپاڼه کي ويلي دي، چي په افغانستان کي په کم عمر کي د نجونو د ورکړي او زېږون له امله په افغان ميندو کي د مړيني خطر زيات سوی دئ.
ياد سازمان وايي چي په افغانستان کي د ط..البانو د بيا واکمنۍ سره سم د افغان مېرمنو روغتيا او د هغوی د بشري حقونو وضعيت د انديښنې وړ دئ.
د ملګرو ملتونو ښځينه برخي پر نړۍوالو ږغ کړی، چي همدا اوس دي لاس په کار سي؛ ترڅو په افغانستان کي د مېرمنو د مرګ خطر را کم کړي.
د ملګرو ملتونو ښځینه برخي په خپل وروستي راپورکي ويلي، چي د نجونو پر زده کړو د ط..البانو محدودیتونه به تر ۲۰۲۶ زیږدیز کال پوري د ماشومانو د ودونو په کچه کي ۲۵ سلنه زیاتوالی، د ځوانو نجونو د وخت مخکي زېږون په کچه کي ۴۵ سلنه زیاتوالی او د میندو د مړیني په کچه لږ تر لږه ۵۰ سلنه زیاتوالی رامنځ ته کړي.