ملګري ملتونه: په افغانستان کي د وروستيو زلزلو له امله تر ۵۰ سلنه ډېر قربانیان ښځي دي

د ملګروملتونو د وګړو صندوق وايي چي د افغانستان په ختيځو ولايتونو کي د وروستيو زلزلو له امله تر نيمايي زيات قربانيان ښځي او نجوني دي.
د دغه سازمان په خبره چي د دغو زلزلو له امله ښځي، نجوني او ماشومان زيات زيانمن سوي، چي اوس روان ملاتړ ته اړتيا لري.
دغه سازمان زياتوي، چي د‌ دې ناورين وروستي حد تر اوسه پوري څرګند نه دئ او امکان لري، چي ځاني تلفات تر دې هم زيات سي.
هغوی وايي چي ځيني لېري پرتي سيمي لا تراوسه پوري نه دي ارزول سوي او لاس رسی ورته سخت دئ.