د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په خپل تازه راپور کي ویلي چي په تېره یوه اوونۍ کي ټول ۳۵۰۹۲ افغان کډوال د پاکستان او ایران څخه افغانستان ته راغلي دي.
دغه سازمان دغه راز زياتوي، چي دغه افغان کډوال زيات تعداد په زور او جبر شړل سوي او افغانستان ته راغلي دي.
د UNHCR د معلوماتو له مخي، د نومبر له ۹مي تر ۱۵مي نېټې پورې افغانستان ته داخل سوو کډوالو له ډلي ۱۷۰۲۷ تنه نارینه او ۱۸۰۶۵ تنه ښځې دي.
راپور زیاتوي چي د شړل سوو کسانو ډېری ئې له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د کډوالو د چارو نړۍوالي ادارې د دې بهیر د چټک کېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ویلي ئې دي چي د کډوالو ناڅاپي ستنېدنه د هغوی د ژوند، سرپناه او خوراکي امنیت له پاره لوی بشري ناورين را منځ ته کړی دئ