منظور احمد پښتین : په اصطلاح فدرالي حکومت د پښتنو پر وړاندي د دښمنۍ ټولي پولي ماتي کړې

منظور احمد پښتین د حکومت له لوري پر پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) د بندیز لګولو له اعلان وروسته په لومړي غبرګون کي ویلي، په اصطلاح فدرالي حکومت له دې اعلان سره د پښتنو پر وړاندي د دښمنۍ ټولي پولي ماتي کړې او پي‌ټي‌اېم یې په رسمي توګه د یو منع کړل سوي سازمان په توګه اعلان کړی.
د پاکستان د حکومت له خوا د پښتون ژغورني غورځنګ د ناقانونه ګرځولو وروسته د غورځنګ په ملاتړ په سلګونو زده‌کوونکو لاریون کړی دی.
د پېښور پوهنتون، ځینو نورو تعلیمي ادارو او ځیني مدرسو زده‌کوونکو سپین بیرغونه په لاسونو کي اخيستی وو او دا څنګه ازادي ده، شعارونه یې ورکول.
دوی وروسته خيبر ميدان ته ولاړل.
وفاقي حکومت پر داسي مهال اقدام کړی چي غورځنګ د اکټوبر پر ۱۱مه د پښتون قامي عدالت په نوم يوه جرګه په رېګي للمه کي وربللې ده.
پېښور های کورټ د درې ورځنۍ غونډې اجازه ورکړې ده.
پولیسو د جرګې د مخنیوي لپاره په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کي چاپو وهلو ته دوام ورکړی او تراوسه یې د پي‌ټي‌ایم تر ۲۰۰ زیات غړي نیولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *