منظور پښتون: د زرګونو پښتنو د وژني او پر هغوی د ظلمونو غچ به اخلو

د پي ټي ایم مشر منظور پښتون چي په اسلام اباد کي د ګیله من وزیر سره دی وايي، نن دومره وس نه لري چي د ګیله من وزیر یا نورو زرګونو پښتنو غچ اوس واخلي خو یوه ورځ به راځي چي لاسونه به یې د ظالمانو تر ګرېوانه رسیږي.
د هغه په وینا، د دوی هڅي رواني دي، څومره وارونه چي پر دوی سوي، د دوی یاد دي ځکه پښتانه په پورونو کي هېرجن خلک نه دي.
هغه پر خلکو غږ وکړ چي حوصلې ونه بایلي، او سل زره داسي نورو قربانیو او وارونو خوړلو ته هم تیار واوسي.
ده وویل، دې ته به هیڅ کله تیار ونه اوسي چي خپله خاوره استعماري جنرالانو ته پرېږدي یا خپل ولس د دوی په پنجه او غلامۍ کي پرېږدي.
منظور پښتون زیاته کړې، عزم یې قوي دی، لاره مو معلومه او یو طرفه ده بیا را ګرځېدل نسته، تر هغو چي خپلواکي ترلاسه سوې نه وي.