منظور پښتين له بنده ازاد سو

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظورپښتين څو مياشتي مخکي د پاکستاني پوليسو له لوري نيول سوی وو او د څه باندي دوه مياشتو بند څخه وروسته خوشي کړل سو، ښاغلي پښتين د بند څخه تر خوشي کيدو وروسته خپلو پلويانو ته وينا کړي او ويلي يي دي چي دوی به خپلي مبارزي او مقاومت ته لا هم دوام ورکوي