منظور پښتين وايي، د اکتوبر پر ۱۱مه به په هر حال کي جر ګه کوي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظور احمد پښتين ويلي چي د اکتوبر پر ۱۱ به د خبیرپښتونخوا ایالت په خيبر کي په هر حال کي خپله درې ورځنۍ جرګه کوي.
نوموړي د اکتوبر پر دويمه ناوخته پر خپله فېسبوک پاڼه په ويډيويي وينا کي وويل چي د پښتون ژغورني غورځنګ غړيو ډېري “سختي ورځي او ظلمونه” تېر کړي دي، خو له خپله مرامه نه دي په شا سوي.
پښتين دا خبري وروسته له هغه کړي چي د خيبر پښتونخوا ايالت پوليسو د خيبر د جمرود سيمي په رېګي للمه ميدان کي د پي ټي اېم د راتلونکي جرګې لپاره پر جوړ سوي انتظامي کيمپ بريد وکړ.
د انتظامي کيمپ مشرانو په خپلو ويډيويي پيغامونو کي ويلي چي سلګونه پوليسو د دوی کيمپ ته اور ورته کړی او د غورځنګ پر غړو يې اوښلن ګاز پاشلی او مخامخ ټکان يې ورباندي کړي.
د خيبر پښتونخوا حکومت وياند ويلي چي د دې ايالت پوليسو د پاکستان د مرکزي حکومت په لارښوونه د پي ټي اېم د غړيو خلاف اقدامات کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *