منظور پښتین وایي، په تېرو ۲ لسیزو کي له ۶۷۰۰ زیات پښتانه ورک سوي دي

د پښتون ژغورني غورځنګ مشر منظورپشتین ویلي، چي په تېرو څه باندي دوو لسیزو کي د ترهګرۍ پرضد د مبارزې او نا امنیو پر مهال په زرګونو پښتانه ورک سوي دي.
هغه د “پښتنو قومي عدالت” په نوم لویي جرګې ته د وینا پرمهال وویل، چي د دوی د راټولو کړو ارقامو له مخي له ۲۰۰۲ز کال راهیسي شاوخوا ۶۷۰۰ پښتانه ورک سوي دي.
پښتین ویلي، چي په یادو ورک سویو کسانو کي د ځینو کسانو د ځای په اړه هیڅ معلومات نسته.
نوموړي په خپله وینا کي زیاته کړه، چي په یاده موده کي لسګونه زره پښتنو ته مرګ ژوبله اوښتې نو له همدې امله جرګه اړه ده، چي د خپل راتلونکي په اړه خپله پرېکړه ونیسي.
پښتون ژغورني غورځنګ د اکتوبر پر ۱۲مه د جرګې تر رسمي پرانیستي وروسته ټولو ګډونوالو ته د ترهګرۍ پرضد د جګړې، عملیاتو او ناامنیو پر مهال د وژل سویو په اړه مستند فلم وړاندې کړ.
د بشري حقونو فعالان او د ورکو سوو کسانو خپلوان وایي، د پاکستان امنیتي او استخباراتي ادارې اکثره دغه کسان نیولي او ورک کړي دي.
په پښتونخوا کي د لویي جرګې دوهمه ورځ؛ ځینو ګډونوالو د افغان کډوالو ستونزو ته د پاملرني غوښتنه هم وکړه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *