د جمعیت علمای اسلام پاکستان مشر مولانا فضلالرحمن ویلي، چي پاکستان نور د جګړې د زغملو توان نه لري او وخت رارسېدلی چي د نیابتي جګړو باب وتړل سي. نوموړي دا څرګندوني د پنجشنبې په ورځ په ډیره اسماعیل خان کي یوې غونډي ته د وینا پر مهال وکړې.
مولانا فضلالرحمن د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د روان تاوتریخوالي په اړه اندېښنه څرګنده کړه او وویل، د دواړو ګاونډیو ترمنځ شخړي د هېڅ هیواد په ګټه نه دي.
هغه د پاکستان پر کورنیو او بهرنیو تګلارو هم نیوکي وکړې او زیاته ئې کړه، اوسنی سیاست پاکستان له خپلو سیمهییزو ملګرو څخه جلا کړی او د چین باور ئې هم کمزوری کړی دئ. د ده په وینا، پاکستان باید له خپلو ګاونډیانو سره د تاوتریخوالي پر ځای د همکارۍ او تفاهم لاره خپله کړي.
مولانا فضلالرحمن، چي د ط..البانو له ملاتړو څېرو څخه ګڼل کېږي، وویل چي اسلاماباد په تېرو څو لسیزو کي له پرلهپسې تکتیکي تېروتنو سره د جګړو دوام ته زمینه برابره کړې ده. هغه یو ځل بیا خپله چمتووالي وښود چي د ط..البانو او پاکستان ترمنځ د منځګړیتوب رول ولوبوي