په افغانستان کښي مشهوره ديني عالم مولوي عبدالقاهر وايي چي د اسلامي هيوادونو ترمنځ د اختر د ورځي پر سر اختلاف کول جايز نه دي او په اسلامي شريعت کښي هم ورته اجازه نسته.
هغه د يو بيان پر مهال ويلي، چي د اختر يا روژې په اړه چي په اسلامي نړۍ کښي اعلان وسي د ټولو مسلمانانو له پاره کفايت کوي او اختلاف ورسره کول ناسم کار دئ.
هغه وايي:«د امام ابوحنیفه برداشت دا وو، چي د لمر ختلو او د میاشتي د لیدو اختلاف د اسلامي هيوادونو ترمنځ اعتبار نه لري.»
دغه ديني عالم يادي څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي سعودي عربستان او د نړۍ زيات شمېر هيوادونو د قربانۍ د اختر لومړۍ ورځ راتلونکې جمعې ورځ اعلان کړې خو ط..البانو او د پاکستان دولت د قربانۍ د اختر لومړۍ ورځ راتلونکې شنبې ورځ اعلان کړې ده.