مونيخ کنفرانس: د طالبانو چلند د ښځو پر وړاندي د انديښني وړ دی

د مونیخ امنیتې کنفرانس، چې د ۲۰۲۴ کال د فبرورۍ له ۱۶مې تر ۱۸مې نېټې پورې جوړ سوی و، نړیوال مشران او کارپوهان سره راټول سوې وه چې د افغانستان د اوسنې حالت په ګډون د نړیوال امنیتې مسلو په اړه خبرې وکړې.

د ۱۲ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې د بشری حقونو د سرغړونو په اړه اندېښنه ښودلې، په ځانګړې توګه د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د ښځو او نجونو پر وړاندې. دوی د افغان خلکو د حقونو او وقار د ساتنې لپاره د اقدام او د نړیوالو بشری مرستو غوښتنه کوی.