په داسي حال کي چي حکومت د کابل-جلالاباد دوهم لین سړک د جوړولو د پرانیستي خبر ورکړی، د دې لاري یو شمېر موټر چلوونکي او مسافر د یادي لاري د جوړېدو د عملي چارو د ژر پیل غوښتنه کوي.
دوی وايي، د تېر جمهوري حکومت پر مهال دوه ځله د دې لاري د جوړېدو د پرانیستي شاهدان وه، خو سړک همداسي نیمګړی پاته سو.
د ختیځو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي هم د کابل-جلالاباد د دوهم لین سړک جوړېدو د پرانیستي لپاره خوشحاله دي او وایي، په دې سره به په دې لاره کي ترافیکي ګڼه ګوڼه او هم مرګوني پېښي کمي سي.
د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیال له دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي د دې لویي لاري رغول مهمه اقتصادي پروژه یاده سوې او پکښي راغلي چي په دې سره به په دې لاره د سوداګریزو توکو د لېږد بهیر چټک او د لاري په اوږدو کي به منځني کاروبارونه وغوړېږي.