م.جاهد هغه ادعاوي رد‌ کړې، چي افغانستان کي ترهګر پټنځايونه لري

د ط..البانو د‌ حکومت وياند ذبيح الله م.جاهد د‌ جمعې په ورځ پر خپله ايکس پاڼه باندي ټولي هغه ادعاوي رد کړي، چي پکښي ويل سوي دي، چي افغانستان د ترهګرو ځاله ده.
هغه پر خپله ايکس پاڼه باندي ليکلي دي:« افغانستان یو واحد او پیاوړی حکومت لري، چي د هیواد پر ټولو سيمو واکمن دئ او هیڅ چا ته اجازه نه ورکوي، چي د افغانستان له خاوري د بل هیواد پر ضد استفاده وکړي.»
بايد وويل سي، چي هغه دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو فرعي کمیټې مشر ادعا کړې وه، چي د امریکایي ځواکونو له وتلو وروسته، افغانستان د ترهګرو ډلو له پاره یو خوندي پټنځای ګرځیدلی دئ. دغه راز د‌ ياد امريکايي چارواکي سره په څنګ کي د روسيې چارواکو هم ويلي وه، چي افغانستان کي د داع.ش نفوذ د پراخېدو په حال کي دئ او په خبره چي دغه د‌ سيمي او روسيې د پاره ستر ګواښ دئ.