د ط..البانو مشر م.لا هيب.ت الله په کندهار کي د ج.هادي مدرسو م.لايانو ته د يوې غونډي پرمهال ويلي دي، چي د علم په وسيله د خلګ اصلاح کول ممکين دي. هغه ويلي دي، چي دغه اصلاح په ديني علومو سره کېږي.
هغه دغه راز ويلي دي، چي م.لايان یوازي د انفرادي عباداتو د ادا کولو له پاره نه دي، بلکي د انبیاء وروسته د اجتماعي عباداتو په ادا کولو او په سیاست کي هم مکلف دي.
هغه زياته کړې، چي م.لايان باید د امت اجتماعي او سیاسي چاري پر مخ یوسي.
هغه ناستو کسانو ته په خطاب کي ويلي دي، چي جهاد وکړئ، شریعت نافذ کړي، د خلګو تر منځ قضاء (عدالت) وکړئ او منازعات حل کړئ.
م.لا هيب.ت الله د ج.هادي مدرسو استادانو ته په خطاب کي ویلي، چي باید د خپلو شاګردانو په تعلیم، تربیه، عقیده، فکر او ذهن جوړونه کي ډېر کوښښ وکړي.
هغه ويلي چي خپلمنځي اعتماد وساتئ، ځکه بېاعتمادي د بېاطاعتۍ سبب ګرځي، او بېاطاعتي د اختلافاتو لامل کېږي.
هغه د اختلافاتو پر مخنيوي ټينګار کړی دئ او د خپلو پلویانو څخه ئې غوښتنه کړې، چي يو بل اطاعت وکړئ او د اختلافاتو څخه ځان وساتئ.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو مشر د خپلو خلګو څخه د اختلافاتو د مخنيوي غوښتنه ځکه کوي، چي په دغه ډله کي د واک پر سره د ط..البانو د مشرانو ترمنځ اختلافات اوج ته رسېدلي دي. د دغي ډلي مشرانو په هر ولايت کي د مدرسو د نامه څخه په استفاده د جنګي ط..البانو مرکزونه جوړ کړي.