د ط..البانو مشر م.لاهيب..ت الله د شنبې په ورځ د کندهار په لويه عيدګاه کښي د لوی اختر د لمانځه پر مهال ويلي دي، چي په افغانستان کښي نور ډيموکراسي بې مانا ده او دغه لار د بريالتوب او ژغورني لار نه ده.
د هغه په وينا چي نړۍوال هڅه کوي، چي افغانستان کښي د ډيموکراسي نظام يو ځل بيا رامنځ ته کړي خو دغه هڅه ئې بې مانا ده. هغه وايي اوس افغانستان کښي اسلامي نظام راغلی نور د ډیموکراسۍ په نامه څه نسته.
دغه راز م.لا هيب..ت الله د خپلو خبرو پرمهال وويل، چي پر نشه یي توکو ئې بندیز د شریعت د احکامو پر بنسټ کړی.
هغه وویل، بزګر دي حلال کښت او قاچاقبر دي حلال کاروبار وکړي، ځکه ټولني ته ئې ضرر رسیږي.
هغه وويل چي د ښځو او کوچنیانو په وسیله سوال او فقر ناسم کار دئ او ټینګار ئې وکړ چي ناچار خلګ دي د حکومت له لوري د معاشاتو او ځانګړیو سویو پیسو استفاده وکړي او له سوال څخه دي ډډه وکړي.
م.لا هيب..ت الله دغه راز زياته کړل، چي امريکا مخکي أفغانستان اشغال کړی وو اوس بيا همدا امريکا غزه اشغال کړې ده: «دغه ظالمه امریکا چي افغانستان کښي ئې خورا ډېر ظلمونه کول اوس فلسطین کښي ظلم کوي. نن خلګ د امریکا په ملګرتیا ویاړي خو تر ټولو ستره ظالمه امریکا ده. د فلسطین د ټولو مسلمانانو قاتله امریکا ده.»
هغه دغه راز وويل چي نن ورځ رسنۍ د هرچا په جيب کښي دي او نيوکه ئې وکړل، چي رسنۍ درواغ وايي حقيقت نه خپروي.
هغه په رسنيو باندي نيوکه پر داسي مهال کوي، چي د دوی لخوا په افغانستان کښي رسنۍ په بشپړ ډول سانسور دي او ډ بيان ازادي ئې ور څخه اخيستې ده. افغانستان کښي داخل رسنۍ به يا د ط..البانو له پاره تبليغات کوي او يا به د دوی له خوا تړل کېږي.