ناتایید سوي راپورونه: د پاکستان او ایران تر منځ پر پوله پنځه تنه پخواني افغان نظانمیان وژل سوي

راپورونه وایي، په هلمند کي د تېر حکومت پنځه نظامیان د پاکستان او ایران ترمنځ د چاغي سیمي اړوند په ډالبندین کي وژل سوي دي.
د دغه کسانو ځيني تصویرونه پر ټولنیزو رسنیو خپریږي او په داسي حال کي وژل سوي چي د برېښنا په خادو پوري تړل سوي دي.
ویل کیږي چي په وژل سویو کي د يوې پوستې قوماندان روزي ماما، سميع الله، سنګري، اسحاقزی او د رحمت الله په نوم نظامیان شامل دي.
ځیني داسي راپورونه هم ورکړل سوي چي دغه کسان په پاکستان کي د یوې توندلاري وسله والي ډلي له خوا وژل سوي دي.