ناروې د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ اداره (اوچا) اعلان کړی چي د ناروې حکومت د ۲۰۲۴ کال لپاره د افغانستان د بشري مرستو له صندوق سره ۱.۸ میلیونه ډالره مرسته کړې ده.

اوچا وايي، ناروې د څو کلن بسپنه ورکوونکي په توګه، په تېرو لسو کلونو کي له ١٨٩ میلیون ناروېژي کرون څخه ډېره مرسته کړې ده.

دا مرسته په داسي حال کي کیږي چي د ملګرو ملتونو ادارو په وار وار د بودیجې د نشتوالي په اړه خبرداری ورکړی.

تر دې مخکي د خوړو نړیوال پروګرام ویلي وه چي په افغانستان کي به تر یو میلیون زیاتي میندي او کوچنیان د بودیجې د نشتوالي له امله له ځانګړي تغذیې بې برخي سي.

ملګري ملتونه وايي، په افغانستان کي شاوخوا ۲۴ میلیونه وګړي بشري مرستو ته اړتیا لري.