نامعلومو وسلوالو نن دوشنبه د ارزګان په مرکز ترينکوټ ښار کي د لومړۍ امنیتي حوزې د جغلي سړک په ساحه کي د نعمتالله په نوم یو کس په ډزو وژلی دئ.
د ياد ولايت مسؤلينو رسنيو ته ويلي دي، چي د يادي پيښې په تړاو ئې دوه کسان نيولي او زياتوي چي لومړنۍ معلوماتو په اساس دغه پېښه شخصي انګيزه لري. دا په داسي حال کي ده، چي طالبان هر وخت ولس ته د امنيت بشپړ ډاډ ورکوي، چي د هغوی د بشپړ امنيت سره په څنګ کي هر وخت د هېواد په بېلابېلو سېمو کي ورته پېښې را منځ ته کيږي.