نامعلومو وسله والو د بلوچستان په ګوادر سیمه کي ۷ پنجابیان وژلي دي

راپورونه وایي، د بلوچستان په ګوادر ښار کي نامعلومو وسله والو تېره شپه ۷ تنه وژلي او یو یې بل ټپي کړی.
چارواکو ویلي، وژل سوي کسان د پنجاب اوسېدونکي وه او دلته يې مزدوري کول چي تېره شپه په خپل استوګنځي کي وژل سوي دي.
د دغه پيښي مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی او نه یې هم په تړاو څوک نیول سوي دي.
له دې وړاندي هم د بلوچستان په بلوڅ مېشته سيمو کي پنجابي وکړي په نښه سوي او وروستۍ پيښي يې د روان کال په اپرېل او مې میاشتو کي وې چي په ترڅ کي یې ۱۱ کسان وژل سوي او پنځه نور ټپیان سوي وه.