نامعلومو وسله والو په ننګرهار کي يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ

د ننګرهار څخه د څراغ تلوېزيون خبريال په لېږل سوي خبر کي ويلي، چي د دوشنبې په ورځ تر غرمې وروسته د جلال اباد ښار شېرزي لوبغالي سره نامعلومو وسله والو د اکبرخان په نوم يو ځوان ويشتلی او وژلی دئ.
وسله وال کسان د اکبرخان تر ويشتلو او وژلو وروسته د سيمي څخه تښتېدلي دي. ط..البانو تر اوسه پوري د دغه ځوان د وژل کېدو اړوند په رسمي ډول څه نه دي ويلي.
بايد وويل سي، چي په دې وروستيو کي په افغانستان کي د مرموزو وژنو پېښي د پخوا په پرتله څو چنده زياتي سوي دي او ط..البان ئې په کنټرول کي پاته راغلي دي