نتانیاهو وایي، سعودي عربستان دي فلسطینیانو ته په خپله خاوره کي دولت جوړ کړي

د اسراییل سختدریځي صدراعظم بنیامین نتانیاهو د فلسطیني دولت د جوړېدو مخالفت کړی او وړاندیز یې کړی چي فلسطینیان دي خپل دولت د خپلي خاوري پر ځای په سعودي عربستان کي جوړ کړي.
نتانیاهو په دې څرګندونو د فلسطینیانو تاریخي غوښتنه چي د خپل برخلیک پرېکړه وکړي، په بشپړ ډول رد کړه.
خو د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د نتانیاهو دا ادعا رد کړې او یو ځل بیا یې ټینګار کړی چي د فلسطیني دولت له جوړېدو پرته، له اسراییل سره د اړیکو عادي کېدل ناممکنه ده.
دا په داسي حال کي ده چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ویلي چي غزه به په خپل کنټرول کي واخلي او فلسطینیان به په نورو هیوادونو کي میشت کړي