نتنياهو له نیوکو سره سره پر رفح د برید منظوري ورکړې ده

د اسرايلو وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د غزې په تړانګه کي پر رفح سیمي د برید پلان منظور کړی خو دا لا نه ده څرګنده چي کله به دغه سیمي ته ځواکونه لیږل کیږي.
رفح د غزې په جنوب کي هغه ښارګوټی دی چي دا مهال پکښي تر یو میلیون ډيرو خلکو د غزې له نورو سیمو څخه پناه اخیستې ده.
نتنیاهو د ممکنه برید منظوري په داسي حال کي ورکړې ده چي امریکا او نورو متحدینو یې پر نتنیاهو ږغ کړی دی چي له دې اقدامه دي پر شا سي ځکه په دې کي په لویه کچه د ولسي وګړو د وژل کېدو خطر سته.
په غزه کي روغتیايي چارواکي وايي، د اسرایلو او حماس تر منځ د اوسنۍ جګړې له پيل راهیسي د وژل سويو فلسطينيانو شمېر تر ۳۱ زره اوښتی چي زياتره يې ښځي او ماشومان دي.
دې جګړې د غزې ډېره برخه ویجاړه کړې او په ځانګړې توګه په شمالي برخو کي یې بشري ناورین رامنځ ته کړی، ډېری کسان له لوږي سره مخ دي او د شپې تېرولو ځایونه نه لري.