نتنیاهو وایي، اسرايلي ځواکونه په رفح کي مځکني عملیات پیلوي

راپورونه وایي، د اسراییل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو رفح ښار ته د سرتیرو استولو هوډ ښوولی دی او غواړي د غزې په دغه پاته یوازني ښار کي مځکني عملیات پیل کړي.
د دغه عملیاتو پرېکړه پر داسي مهال کیږي چي په رفح کي د هغو فلسطینیانو د برخلیک په اړه د نړیوالو اندېښنې په زیاتېدو دي چي هلته یې پناه اخیستې ده.
نتنیاهو ویلي چي که د نړیوالو له خوا ورباندي هر څومره فشار راځي اسراییل به د جنګي هدفونو له ترلاسه کولو را ونه ګرځوي.
هغه دا څرکندوني د جرمني له صدر اعظم اولاف شولز سره تر ټاکل سوي لیدني وړاندي کړي دي.
د جرمني صدر اعظم د اسرایلو او حماس ترمینځ د اوربند غوښتنه کړې چي په نتیجه کي یې د اسراییل یرغمل سوي کسان خوشي کړل سي او په غزه کي اغیزمنو ته نوري بشري مرستي ورسول سي.
تر دې وړاندي اسراییلي وزیراعظم د مارچ پر ۱۵مه په رفح سیمه کي د برید پلان تایید کړی وو.
د غزې په دغه یوازني پاته ښار کي څه باندي یو میلیون کسانو پناه اخیستې ده.