نجيب الله ځدران د سوپرکولا جام سياليوکي نه سي لوبيدای

د افغانستان کرکیټ بورډ، د سوپرکولا جام د سياليو چي د افغانستان او پاکستان تر منځ نن پيليږي څو ساعته مخکي خبر ورکړ، چي افغان لوبغاړی نجيب الله ځدران د ټپونو له کبله نه سي لوبېدای.
کرکيټ بورډ وايي، ځدراڼ د زنګون په برخه کي ټپي سوی، چي له امله یې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوپرکولا جام درې نړیوالو یو ورځنیو سیالیو له لوبلړۍ وه ايستل سو.
د افغان لوبډلې د ډاکټر یا فیزیو له راپور سره سم به نوموړی تر بشپړ رغېدو پورې تر درملنې لاندې وي.
په لوبه کي د نجيب پرځای بل چپ لاس توپوهونکی شاهدالله کمال د لوبډلي ترکيب ته اضافه سوی.