ننګرهار: د تورخم دروازه د ترانزيټ پر مخ خلاصه سوه.

د ننګره د امنيه قومندانۍ مطبوعاتي دفتر وایي، چي تر نیمي ورځي تړل کېدو وروسته یې د تورخم دروازه د باروړونکو موټرانو پر مخ بيرته خلاصه کړه.

افغان امنيتي مسولين وایي، چي تېره شپه پاکستان غوښتل تورخم دروازې ته نژدې د افغانستان خوا ته شل متره مخکې د لوحې په پلمه یوه بله دروازه جوړه کړي، چې دوی یې د جوړېدو مخه نيولې او بیا د پاکستان سرحدي کسانو دغه دروازه وتړل.

د امنيه قومندانۍ وياند وایې، چي اړوندو مسولینو د پاکستاني چارواکو سره خبري کړي او را ولاړه سوې ستونزه یې د خبرو له لاري حل کړه.