ننګیال خروټی او نوید ځدراڼ نن لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کوي

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، ښي لاسی چټک توپ اچوونکی نوید ځدراڼ او ننګیال خروټی، چې په چپ لاس د ورو توپ اچوني ترڅنګ په چپ لاس توپوهنه هم کوي، نن د افغانستان لپاره په لومړنۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کي لوبېږي.
دواړو لوبغاړو د خپلي لومړنۍ نړیوالي یو ورځنۍ لوبي خولۍ ترلاسه کړې.
افغانستان نن له ايرلنډ سره يوه ورځنۍ لوبه لري‌.