د اوسني افغانستان بنسټګر احمد شاه ابدالي په ۱۷۲۲ميلادي کال کښي د هرات د حکمران زمان خان ابدالي او ميرمن زرغونی په کور کښي زېږيدلی دئ.
هغه په ۱۷۴۷ميلادي کال کښي په کندهار کښي د افغانانو لوی مشر وټاکل سو. د احمد شاه بابا په پاچا کېدو سره د افغانانو قوت او قدرت په ډېرې چټکۍ سره پراخ سو. د هغه د واک دايره يا غلبه د ايران له لوېديځه نيولې بيا د هندوستان تر سرهنده او له امو سينده نيولې بيا تر بحرِهنده غځېدلې وه.
احمد شاه بابا افغانان ټول راغونډ کړل او دهغوی ترمنځ ئې ولسي او ملي تګلاره خپله کړل، هغه د بېلابېلو قبيلو خانان او مشره سره متحد کړل. هغه په دې کاره سره افغانان د پرديو د واکمنۍ څخه وژغورل او د بله طرفه ئې د خپل واک خاوندان کړل.
احمد شاه بابا په داسي يو حالت کښي د افغانانو پاشلي قبیلې او ډلي سره را يو ځای او متحدي کړې، چي د نړۍ پرمختللو هيوادونو ئې په اړه فکر هم نه سوای کولای.
د تاريخ د ليکولانو په خبره چي احمد شاه بابا هم د توري او هم د قلم سړی وو، د هغوی په وينا احمد شاه بابا هم نظامي برخي ته پاملرنه کول او هم به ئې د علم او ادب برخي ته کار کوئ، هغه به تل هڅه کول، چي قومي اختلافات د منځه يوسي، واحد دولتي نظام جوړي کړي او همدې هدف ته ئې ځان ورسوی. لوی احمد شاه بابا داسي يو افغانستان جوړکړی، چي نن ئې تاريخ او کارنامي د نورو هيوادونو په پوهنتونو کښي تدريس کېږي او د هغه د بهادرۍ څخه خلګ الهام اخلي.
له نن څخه ۲۵۳ کاله وړاندي د افغانستان دغه لوی او ستر مشر احمد شاه بابا د ۱۷۷۳ميلادي کال د جون پر درېمه نېټه د پنجشنبې په ورځ د ختيځ کندهار د توبې په لمن کښي د شپشيون برج ته نږدې په يرغکۍ کلي کښي وفات سو او افغانان د دغه ستر مشر د سيوري څخه بې برخي سول.
د هغه جسد ئې د توبې له غره څخه د توبې لمن مرغې ته د غسل او جنازې له پاره د پښې پر شېله راوړل سو، د جمعې په ورځ ماپښين د خلګو د ژړاګانو په بدرګه د هغه جسد په شاهي بدرګه کندهار ښار ته يوړل سو او د کندهار ښار په هغه روضه باغ کښي ښخ کړل سو، چي ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې/چپني د پاره جوړ کړی وو.
تاريخ پوهان او ليکولان ګيله کوي، چي د لوی احمد شاه بابا د رحلت تلين د دولت له خوا نه لمانځل کېږي، هغوی وایی، چي احمد شاه بابا د افغانستان نوم د تاريخ په زرينو کرښو کښي ثبت کړ، د نړۍ ابر قدرته هيوادونو د احمد شاه بابا نامه ته لاس په نامه ولاړ دي، خو داخل په افغانستان کښي دولت او ط..البانو د هغه د تلين لمانځنه و نه کړل او ان تر دې چي د احمد شاه بابا نوم ئې هم پر خوله ياد نه کړل.
دغه کسان د ط..البانو غواړي، چي په ملي کچه دي د افغانستان د ستر فاتح او ملي مشر احمدشاه بابا ابدالي تلين دي ولمانځي او د هغه د دولت جوړوني، ملي فکر او اصلاحاتو څخه دي د خپل دولت جوړوني په برخه کښي الهام واخلي.
د لوی احمد شاه بابا روح دي ښاد او ياد دې تل پاته وي