نن د اپرېل ۲۳مه، چي د کتاب او کاپيرايټ نړۍواله ورځ بلل کېږي، په داسي حال کي لمانځل کېږي، چي په افغانستان کي د نجونو پر زدهکړو بنديز د کتاب لوستني او علمي پرمختګ پر بهير ژور اغېز کړی دئ.
دغه ورځ په لومړي ځل په ۱۹۹۵ کال کي د ملګرو ملتونو د ښووني، علم او کلتور سازمان (يونسکو) له لوري ونومول سوه، تر څو د مطالعې، ليکوالۍ او فکري ملکيت ارزښت ته پاملرنه زياته سي.
خو په افغانستان کي سږکال دا ورځ په داسي حال کي رارسېږي چې لا هم د نجونو ښوونځي تړلي دي او زرګونه نجوني له رسمي زدهکړو محرومي او د مطالعې او زده کړو څخه لېري پاته دي.
د کارپوهانو په باور، د نجونو د زدهکړو بنديز نه يوازي د تعليمي نظام پر راتلونکي منفي اغېز لري؛ بلکي د کتاب لوستني فرهنګ هم کمزوری کوي.
يو شمېر کتابپلورونکي وايي، سره له دې چي د کتاب نړۍوالي ورځي په مناسبت ئې ځانګړي تخفيفونه اعلان کړي، خو د پېرېدونکو شمېر د پخوا په پرتله کم سوی دئ.
دوی زياتوي چي نجوني او زدهکوونکي د کتاب بازار مهمه برخه جوړوي او د هغوی نشتوالی پر بازار مستقيم اغېز لري.