نن د روغتیا د نړۍوال سازمان له خوا د روغتیا نړۍواله ورځ لمانځل کېږي

نن د روغتیا د نړۍوال سازمان له خوا د روغتیا نړۍواله ورځ لمانځل کېږي، خو افغانستان کي روغتیايي سیستم لا هم له پراخو ستونزو او ننګونو سره مخ دئ.
دغه ورځ هر کال د اپرېل پر ۷مه لمانځل کېږي، چي د نړۍوالو روغتیايي ستونزو ته د پام را اړولو او د عامه پوهاوي د لوړولو له پاره ځانګړې سوې ده.
سږکال هم دا ورځ داسي مهال را رسېږي، چي په افغانستان کي ګڼ خلګ لا هم اساسي روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

د راپورونو له مخي، په لېرو پرتو سیمو کي د روغتیايي مرکزونو کمښت، د درملو نشتوالی، د مسلکي ډاکترانو کموالی او اقتصادي ستونزي د دې لامل سوی، چي خلګ له جدي روغتیايي خطرونو سره مخ سي.
همدارنګه، په وروستیو کلونو کي د نړۍوالو مرستو کمښت د روغتیايي خدماتو پر وړاندي لوی خنډ بلل کېږي، چي له امله ئې ځیني روغتیايي مرکزونه تړل سوي یا محدود فعالیت لري.
سره له دې، روغتیايي کارکوونکي هڅه کوي، چي په محدودو امکاناتو کي خلګو ته خدمات وړاندي کړي، خو هغوی هم د معاشونو او تجهیزاتو د کمښت او امنیتي ستونزو سره مخ دي.

کارپوهان ټینګار کوي چي که نړۍواله ټولنه او اړوند بنسټونه د افغانستان روغتیايي سکتور ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو د افغانستان روغتيايي سیستم به نور هم د ستونزو سره مخ سي.