نن د سپټمبر اتمه د سواد نړیواله ورځ ده

دا ورځ له ۱۹۶۷م کال راهیسي په نړۍ کي هر کال نمانځل کېږي او سږ کال د “څو ژبو زده ‌کړو ته وده ورکول، د دوه اړخیز تفاهم او سولي لپاره سواد” د دې ورځي شعار بلل سوی دی.

یونسکو نن پر خپله ایکس‌پاڼه سواد د ټولو لپاره یو بنسټیز بشري حق بللی دی او زیاته کړې یې ده چي سواد د نورو بشري حقونو، لویو آزادیو، او نړیوال تابعیت څخه د ګټي اخیستني دروازې خلاصوي.

یونسکو په دې بیان کي زیاته کړې چي سواد د خلکو لپاره د پراخې پوهي، مهارتونو، ارزښتونو، او چلندونو د ترلاسه کولو لپاره یو بنسټ دی چي د برابرۍ، غیري تبعیض، د قانون حاکمیت، پیوستون، عدالت، تنوع او زغم پر بنسټ د تلپاته سولي کلتور ته وده ورکوي.

دا په داسي حال کي ده چي څو ورځي وړاندي د افغانستان په تودو سیمو کي نوی ښوونیز کال پرته له دې چي نجونو ته تر شپږم ټولګي پورته د زده‌کړو اجازه ورکړل سي پیل سو.