نن د مې شلمه د مچۍ له نړۍوالي ورځي سره برابره ده؛ هغه ورځ چي په ۲۰۱۷ زیږیز کال کي د ملګرو ملتونو له خوا د شاتو د مچیو

نن د مې شلمه د مچۍ له نړۍوالي ورځي سره برابره ده؛ هغه ورځ چي په ۲۰۱۷ زیږیز کال کي د ملګرو ملتونو له خوا د شاتو د مچیو د ساتني، روزني او د چاپېریال په ساتنه کي د هغوی د ارزښت د څرګندولو له پاره نومول سوې وه.
د ط..البانو د کرني اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، دا مهال په ټول افغانستان کي د شاتو د مچیو شاوخوا ۳ زره او ۲۰۰ فارمونه فعال دي چي هر کال ورڅخه ۲ زره او ۲۰۰ مټریک ټنه شات تولیدوي.
د دغه وزارت ویاند ویلي، چي دوی هڅه کوي د مچیو روزني سکټور ته لا ډېره پاملرنه وکړي، څو د شاتو تولید زیات او د خلګو له پاره د کار زمینه پراخه سي. د معلوماتو له مخي، په دغو فارمونو کي د زرګونو نارینه وو ترڅنګ نژدې ۶ زره ښځي هم په کار اخته دي.

کارپوهان وايي، د شاتو مچیو روزنه نه یوازي د طبیعي شاتو د تولید له پاره مهمه ده، بلکي د کرني، بوټو او چاپېریال په ساتنه کي هم مهم رول لري. همداراز دا برخه په افغانستان کې د کوکنارو د کښت لپاره یو ښه بدیل هم ګڼل کېږي.