نن د پاکستان د جوړېډو د ورځي په مناسبت غونډي کيږي خو په ډېری سیمو کي “توره ورځ” لمانځل سوې ده

په داسي حال کي چي د اګست پر ۱۴مه په پاکستان کي د هيواد جوړېدو ۷۷مه کلیزه لمانځل کيږي، د شمالي وزیرستان د اتمانزیو جرګې کاربندیز کړی او دا ورځ یې د “توري ورځي” په توګه لمانځلې ده.
د اتمانزیو جرګې مشرانو د اګست پر ۱۳مه په ميرلي کي د امن پاڅون ګډونوالو ته وويل چي د دوی پر بيا بيا غوښتنو سربېره هم حکومت ورسره د امن پر ځای کولو ژمنه نه ده پوره کړې.
د جنوبي وزيرستان د انګور اډې سیمي مشرانو هم د اګست پر ۱۴مه د پاکستان د جوړېدو ورځي په مناسبت له غونډو پرېکون کړی وو.
دغه راز د چمن اوسېدونکو هم دا ورځ د توري ورځي په نوم یاده کړې او په دې ورځ یې په پرلت او لاریون کي تور بیرغونه له ځان سره لېږدولي دي.
په دې ورځ په بلوچستان او خیبرپښتونخوا کي د ناامنیو د پيښو خبرونه هم ورکول سوي دي.