نن سه شنبه، سبا او بل سبا د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کي د شدیدو ورښتونو او سېلابونو اټکل سوی دی

د افغانستان د هوا پېژندي ادارې او نړیوالو بنسټونو په حواله راپور ورکړی چي د بدخشان، تخار، بغلان، بامیان، سمنګان، بلخ، سرپل، پنجشېر، غوربند، کونړ، لغمان، ننګرهار، کابل، لوګر او یو شمېر اړوندو سیمو کي د بارانونو او د واورو د ورښت له امله د سیندونو د اوبو د کچې د لوړېدو او د سېلابونو د راوتلو او اټکل سوی دی.

دا په داسي حال کي ده چي په دې وروستیو کي په یو شمېر ولایتونو کي له دې ډلي ننګرهار او کونړ کي شدیدو ورښتونو او سېلابونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه وراړولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *