نن پر سردار محمد داود خان د کودتا اته څلوېښت کاله پوره سول
پوره اته څلوېښت کاله وړاندي د ثور پر اوومه «۱۳۵۷ل/۷/۲» د خلق ډيموکراټيک ګوند پلويانو پر سردار محمد داود خان کودتا وکړه، چي د روان خونړي حالت پړه هم پر همدې پېښه اچول کېږي.
دا کودتا پخپله د داود خان له کودتا پنځه کاله وروسته وسوه؛ سردار محمد داود خان په ۱۳۵۲ل کال د چنګاښ په مياشت کي پر محمد ظاهر شاه کودتا وکړه او جمهوريت يې اعلان کړ.
دا چي د داود خان او خلق ګوند تر منځ ناندرۍ پر څه راپورته سوې، د همدې کودتا ګډونوال شاه نواز تڼی وايي، دوی د کودتا کوم پلان نه درلود، خو داود خان تر دوی وړاندي اقدام وکړ او د ګوند ځيني مشران يې ونيول.
حکومت حفيظ الله امين، ببرک کارمل، ډاکټر شاه ولي، عبدالحکيم شرعي (جوزجاني)، سليمان لايق، غلام دستګير پنجشيري، محمد حسن ضمير او بارق شفيعي، چي د خلق ډيموکراټيک ګوند غړي وه، ونيول.
د حکومت او خلق ګوند تر منځ اړيکي هغه مهال خرابي سوې چي د دې ګوند غړی مير اکبر خيبر ووژل سو.
سيد محمد ګلابزوی وايي، د خيبر وژنه، که څه هم قاتل يې معلوم نه سو، د دې سبب وګرځېده چي ګوند لاريونونه وکړي او داود خان په قهر سي، او همدغه حالت اړيکي نور هم خراب کړل.
پر ارګ د ثور پر اوومه، د پنجشنبې په ورځ، شاوخوا يوولس نيمی بجې د توپ ډزي وسوې. تر تياره ماښامه لا هم د حکومت ساتونکو جګړه کول، خو ماخستن مهال له ملي راډيو تلويزيون څخه د زغرهوالو قواوو قومندان جګړن اسلم وطنجار اعلان وکړ:
«د افغانستان په تاريخ کي د لومړي ځل لپاره د سلطنت، ظلم او استبداد وروستۍ نښي له منځه ولاړې او د نادر خان د کورنۍ واک پای ته ورسېد. ټول دولتي واک ولس ته وسپارل سو او اوس په بشپړ ډول د انقلابي شورا په لاس کي دی.»
دې پېښه کي د شهید داود خان او د هغه د کورنۍ، وزیرانو، لوړو پوړو افسرانو او سرتېرو په ګډون نږدې۳۰۰۰ تنه او مرحوم داود او ۱۷تنه کورنۍ یې په ډېرې بې رحمۍ سره د کابل د ارګ په ګلخانه ماڼۍ کي په شهادت ورسېده.
له کودتا وروسته نور محمد ترهکی د ګوند منشي او ولسمشر وټاکل سو. لنډه موده وروسته يې حفيظ الله امين څنګ ته کړ او خپله يې د واک اعلان وکړ.
د کودتا څو مياشتې وروسته، ببرک کارمل له شوروي اتحاد څخه د حکومت اعلان وکړ او د روسانو پر ټانګونو سپور کابل ته ننوت «۱۳۵۸ل/۱۰/۶۰».
ياده دي وي چي د شوروي يرغل په پايله کي افغان ولس ته د درنو زيانونو تر څنګ ۱۴۴۵۰ شوروي عسکر وژل سوي، ۴۹۹۸۰ تنه ټپيان سوي او ۳۳۰ تنه نور لادرکه دي.