نوید ځدران د ټپونو له امله د نیوزیلنډ پر وړاندي د ټېسټ لوبي له لوبډلي څخه ایستل سوی دی

د افغانستان کرکټ بورډ ادارې د خبر پر اساس د ملي لوبډلي چټک توپ اچونکی نوید ځدران د ټپونو له امله د نیوزیلنډ پر وړاندي د یوازینۍ ټېسټ لوبي له لوبډلي څخه ایستل سوی دی.

کرکټ بورډ د جمعې په ورځ په یوه خبر کي ویلي دي، نوید ځدران د بدن د ښي لوري د پوښتیو په برخه کي ټپي سوی دی چي د اړوندو ډاکټرانو له لوري له لوبو منع سوی دی.

د بورډ په خبره، نوید ځدران تر درملني لاندي دی، ترڅو د سویلي افریقا پر وړاندي د یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ته ورغیږي.

د ویلو ده چي د افغانستان او نیوزیلنډ د کرکټ ملي لوبډلي اوس ‌مهال د هندوستان په ګریټرنویډا لوبغالي کي په تمریناتو بوخت دي او د رواني میاشتي په ۹مه نېټه به یوازینۍ ټېسټ لوبه پیل کړي.

کرکټ بورډ تر دې دمه د یادي ټېسټ سیالۍ لپاره خپله ۱۵کسیزه لوبډله نه ‌ده اعلان کړې.