نيمروز: ځايي سرحدي ځواکونو ایران ته د ۴۴۰۰ پسونو د قاچاق د مخنيوي خبر ورکړی

د نيمروز د والي ویاند رحيم الله ساجد څراغ ټلویزيون ته وويل، چي دغه څاروی د دوی پنځم سرحدي کنډک د معلوماتو د ترلاسه کولو وروسته نيولي دي.
ساجد وايي، چي د دې څارويو د قاچاق په تړاو يې ۸ کسان هم نيولي، چي عدلي او قضايي ادارو ته سپارلي دي.
نوموړی وايي، چي د قاچاق د مخنيوي په برخه کي جدي دي او هیچاته اجازه نه ورکوي، چي په غيري قانوني ډول ګاونډيو هیوادونو ته توکي یو سي.