نيوزيلېنډ د کرکټ په څلورمه شل اوریزه لوبه کي پاکستان ته ماته ورکړه

د نيوزيلېنډ کرکټ لوبډلي کوربه پاکستان ته د شل اووريزو سياليو په څلورمه لوبه کي په څلورو منډو ماته ورکړه.
د پنځو لوبو په ‏لړۍ کي نيوزيلېنډ پرله پسې پاکستان ته دوه ځله ماته ورکړه، پاکستان په دغه لړۍ کي یوازي يوه لوبه ګټلې ده.‏
نيوزيلېنډ په دې لوبه کي لومړی توپوهنه وکړل او په ټاکلو ‏‎۲۰‎‏ اوورونو کي یې د اووه لوبغاړو په سوځېدو ‏‎سره ۱۷۸ منډي جوړي کړې.
د نيوزيلېنډ د ‏‎۱۷۸‎‏ منډو په مقابل کي پاکستانۍ لوبډلي د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۴‎‏ منډي وکړې او لوبه یې وبایلل.