نيویارک ټايمز ورځپاڼي راپور ورکړی، چي روسیې د هرمز تنګي تر تړل کېدو وروسته

نيویارک ټايمز ورځپاڼي راپور ورکړی، چي روسیې د هرمز تنګي تر تړل کېدو وروسته، ایران ته د توکو او تجهیزاتو د لېږد یوه برخه د کسپین سمندر له لاري پیل کړې ده.
د ياد راپور له مخي، دغه سمندر اوس د تهران او مسکو ترمنځ د جګړې پر مهال د همکارۍ له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي.
راپور د امریکايي چارواکو له قوله لیکي چي روسیه د کسپین سمندر له لاري ایران ته د بې‌پیلوټه الوتکو پرزې استوي، څو تهران وکولای سي د وروستۍ جګړې پر مهال د خپل شاوخوا ۶۰ سلنه ډرون زېرمتون له لاسه ورکولو وروسته، خپل بریدیز ځواک بېرته ورغوي.

دغه ورځپاڼه وايي چي روسیه اوس ځیني هغه توکي چي پخوا د هرمز تنګي له لاري ایران ته لېږدول کېدل، د بدیلو لارو او د کسپین سمندر له لاري انتقالوي.
ایراني چارواکو هم ویلي، د بدیلو سوداګریزو لارو د پراختیا هڅي په چټکۍ رواني دي. تر دې مخکي د ایران د خوړو د صنعتونو د ټولني مشر محمدرضا مرتضوي هم ویلي وو، چي تهران د اساسي توکو او خوراکي موادو واردات د کسپین سمندر له لاري انتقالوي.