د رویټرز د راپور له مخي، چي دا توغندي د امریکا د دفاعي شرکت له خوا جوړ سوي، او پرون د اوکراین له خوا د روسیې پر خاوره کارول سوي دي.
تر دې وړاندي واشنګټن ویلي وه، چي اوکراین ته یې د روسیې پر خاوره د امریکايي وسلو د استعمال اجازه ورکړې ده.
د دې امریکايي توغندیو له توغولو وروسته مسکو په خپل لومړي غبرګون کي ویلي چي د اوکراین له خوا په شپږو توغندیو کي پنځه یې په هوا کي شنډ کړي دي.
تر اوسه دا نه ده روښانه سوې چي د اوکراین له خوا پر مسکو د امریکايي وسلو دې استعمال کوم زیان اړولی که نه.
بل خوا یو شمېر سیاسي کارپوهانو ویلي چي اوکراین ته د واشنګټن دا اجازه به په سیمه کي ګواښوونکي پایلي ولري او د اټومي جګړو استعمال ته به لاره هواره کړي.