نړیوال بانک : افغانستان د اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی او راتلونکی یې څرګند نه‌دی

د نړیوال بانک په باور د افغانستان په اقتصاد کي د ټیټي ودي نښي ښکاري، خو دې بانک په خپل نوي راپور کي چي پرون یې خپور کړی، خبرداری ورکړی چي افغانستان د اقتصاد له ننګونو سره مخامخ دی او راتلونکی یې څرګند نه‌دی.

د نړیوال بانک په راپور کي راغلي دي چي، د افغانستان په سوداګرۍ کي نه تعادل، پانګه‌والو ته محدود ظرفیتونه او په مالي برخه کي محدودیتونه هغه څه‌دي چي د دغه هیواد اقتصاد ننګوي.

د نړیوال بانک په وینا، د افغانستان د کورني ناخالص تولید رشد دوه اعشاریه اووه فیصدو ته رسیږي چي دا د تېرو اقتصادي زیانونو یوازي لس په سلو کي جبران کولای سي.

له تېرو څه باندي درېیو کلونو راهیسي چي طالبان بیا واکمنان سوي دي، اسلامي امارت نړیوالو په رسمیت نه‌دی پېژندلی.

نړیوال بانک په خپل راپور کي ویلي دي چي، له همدې امله له نړیوالو سره د افغانستان تجارت محدود سوی دی.