نړیوال جام؛ د هند ملي لوبډلي پاکستان د ۷ ځغاستو په توپير مات کړ

د کرکټ په نړيوال شل اووريز نړيوال جام کي د پاکستان او هندوستان ترمنځ لوبه کي د هندوستان ملي لوبډلي پاکستان ته د ۷ ځغاستو په توپير ماته ورکړه.
دا لوبه تېره ورځ يکشنبه د افغانستان پر وخت ماښام اته بجې پيل سوه چي پچه پاکستان وګټله او د توپ اچوني پرېکړه يې وکړه، هندوستان د توپوهني پرمهال په ۱۹ اورونو کي خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړه او پاکستان ته يې د ۱۲۰ منډو هدف ورکړ.
پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ونه سوه کولای چي ورکړل سوی هدف پوره کړي او په روانو سياليو کي يې خپله دوهمه لوبه هم وبايلله.