نړۍوالو رسنيو د سې شنبې په ورځ راپور ورکړی، چي د امريکا د ټيکساس ايالت په رپورټ ارټور کي د واليرو د تېلو په تصفیې خونه کي چاودنه سوې ده.
په راپور کي ويل سوي چي تر چاودني وروسته په دغه تصفيې خوني کي اورلګېدنه هم رامنځ ته سوې ده، چي د اور لمبې او دود ئې په لېرو سيمو کي هم خلګو لېدلی دئ.
د راپورنو له مخي د امريکا د تېلو د تصفیې دغه خوني په يوه ورځ کي د ۳۸۰ زره بېرله تېلو د تصفیې کولو ظرفيت درلودئ.
تر اوسه د دغي چاودني د زيان او علت په اړه معلومات نه دي ورکول سوي، د امريکا پولیسو رسنيو ته ويلي، چي د دغي پېښي په اړه ئې پلټني پيل کړي دي.