نړۍوالو رسنيو راپور ورکړی چي امريکايي ځواکونو په اتلانتيک سمندر کي د تيلو لېږدونکې هغه بېړۍ درولې، چي د روسيې بيرغ و ورباندي او داسي اټکل کېدئ، چي د وينزويلا د نفتو سره تړاو لري.
د رويټرز د راپور له مخي، دغه د تيلو لېږدونکې بېړۍ مارینرا نومېږي، چي د چهارشنبې په ورځ د امريکا د ساحلي ګارډ او ځانګړو ځواکونو له لوري درول سوې ده.
راپور زياتوي چي ياده بېړۍ د درولو پر مهال تشه وه، خو امريکا وايي چي دا بېړۍ تر دې مخکي د وينزويلا د تحريم سوو نفتو د لېږد له پاره کارول سوې ده.